ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې ايران بايد له عراق، سوريې او يمن څخه خپل عسکر وباسي او ټينګار يې وکړ، چې دوی د حوثي ملېشو ضد روانو عملياتو کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي.ښاغلي اردوګان انقره کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې ايران د خپل پراختيايي فکر له امله هڅه کوي، چې سيمه کې ځانګړی واکمن قدرت شي او دې کار ترکيه، سعودي عربستان او خليجي هېوادونه اندېښمن کړي دي.اردوګان زياته کړه، چې يمن کې د حوثي ملېشو د کودتا تر شا د ايران لاس دی او دوی د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي ملېشو ضد د نظامي عملياتو ملاتړ کوي.»ايران هڅه کوي، چې عراق، سوريه، يمن او نورو عربي هېوادونو خپل پراختيايي نفوذ نور هم زيات کړي. ايا دا د منلو وړ ده؟«ترکي ولسمشر وويل، چې ايران سيمه کې سعودي عربستان، خليجي هېوادونو او ترکيې لپاره يو سرخوږی جوړی کړی او د سيمې هېوادونو لپاره دا کار د زغملو وړ نه دی او له تهرانه يې وغوښتل، چې بايد په دې خبره ځان پوه کړي.اردوګان زياته کړه، چې د ايران پاسداران انقلاب په عراق کې جنګيږي او همدا رنګه سوريه کې ايرانۍ ملېشې د بشارالاسد په ملاتړ جنګيږي.اردوګان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ لسو هېوادونو يمن کې د حوثي کودتاچي ملېشو پر ضد درانه هوايي بريدونه پيل کړي دي.»حوثي ملېشو يمن يوې لويې کندې ته ورټېل وهلی، مذهبي جګړې يې پيل کړي او د همدې شموکړنو له امله دا هېواد وېشل کېدای شي«ترکي ولسمشر وايي، چې هېواد يې يمن کې د حوثيکودتاچي ملېشو پر ضد روانو کې عملياتو کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي او د حالاتو له مخې دویکولای شي، چې سعودي سره لوجستيکي مرستې هم وکړي.»موږ د يمني حکومت او ولس د ژغورنې په موخه د روانو عملياتو ملاتړ کوو او بهرني هېوادونه بايد د حوثي ملېشو له ملاتړه لاس واخلي.«د ترکيې بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سعودي عربستان له عملياتو وړاندې ترکيې سره اړيکه نيولې وه او د دوی په فکر دا عمليات د حوثي ملېشو د ځپلو او د يمن د قانوني حکومت د ژغورنې په موخه پيل شوي دي.
افغانستان